
ایکنانیوز راپور راکوي،اروپائي ټولنه د صهیونیسټي رژیم په اړه ثابته او واحده تګلاره نه لري؛ ځینې هېوادونه لا هم د دغه رژیم له جنایتونو ملاتړ کوي، او ځینې نور بیا د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د جدي غبرګون غوښتونکي دي. په دې وروستیو کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوسه مانوئل آلبارس، وئيلي دي، د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر بنګویر ته هسپانیا ته د واریدیدا اجازت نه ورکول کېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي دي چې هغه له خپل ایټالیائي سیال سره یوځای کېږي او له اروپائي ټولنې غواړي چې بنګویر بایکاټ کړي؛ ځکه د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر زمونږ خاورې ته له واریدیدا منع شوی دی. د اروپائي پارلمان یو شمېر غړو هم له اروپائي ټولنې غوښتي چې صهیونیسټي رژیم بایکاټ کړي او د دغه رژیم د جنایتونو په وړاندې ئې د اروپائي ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې کوم عوامل د صهیونیسټي رژیم په اړه په اروپا کې د اختلافاتو د زیاتېدو سبب شوي دي؟
داسې ښکاري چې غزې ته د “الصمود نړیوال مرستندوي کاروان” له نیول شویو فعالانو سره د اسرائیلو ځيږچلند د دغو اختلافاتو د رابرسیره کیدا لپاره یو سپّڼکی ؤ. د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتمار بنګویر د تېرې چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې، چې په هغې کې لیدل کېدل، هغه له هغو فلسطینپالو فعالانو سره، چې لاسونه ئې تړل شوي وو او د اسرائیلي وحشی عسکرو له خوا د سمندر په نړیوالو اوبو کې له نیول کېدو وروسته په زنګنو کښېنول شوي وو، په ملّنډو و هلو سره ورسره سپک چلند کوي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هسپانیا ته د بنګویر د واریدیدا د منع کولو دلیل همدا د هغه له سپکاوی ډک چلند و. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم ورته موضوع مطرح کړه.
بل مهم عامل دا دی چې د صهیونیسټي رژیم چارواکي، سره له دې چې د غزې د خلکو پر وړاندې ئې د بشریت ضد جنایتونه، جنګي جنایتونه او نسلوژنه کړې، تر اوسه له هېڅ ډول سزا سره نه دي مخ شوي او له معافیت څخه برخمن دي. د امریکا، فرانسې او انګلستان د ویټو له امله، د ملګرو ملتو امنیت شورا هم تر اوسه نه ده توانېدلې چې د صهیونیستي رژیم پر ضد کوم پرېکنده پرېکړهلیک تصویب کړي. دغه وضعیت او د نړیوالې ټولنې بې وسي د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې، د نړیوالو عامه افکارو او خپلواکو سیاستوالو د ناخوښۍ او غوسې سبب شوې ده.
په اروپا ئي پارلمان کې د هالینډنماینده، بری انډروز، وویل: اروپايي ټولنه باید همدا اوس بنګویر بایکاټ کړي او د اروپائي ټولنې او اسرائیلو ترمنځ د ملګرتیا تړون وځنډوي. تر کومه وخته به برلین او روم د اروپائي ټولنې د اقدام مخه نیسي؟ ښکاره ده چې نسلوژنه روانه ده او جنګي جنایتونه په بېشرمۍ او نه ختمیدونکي دوام لري.

بل مهم عامل د نتانیاهو د کابینې افراطي توکمپالنه ده. د “الصمود نړیوال کاروان” له نیول شویو فعالانو سره د بنګویر له ملنډوډک چلند د همدغې توکمپالنې یوه نښه ده. د ایرلنډ د اروپائي پارلمان غړي، بیلي کلهر،هم وویل: اسرائیل د نتانیاهو او بنګویر تر مشرۍ لاندې یو افراطي او توکمپال رژیم دی. هغوی د فلسطینيانو پر وړاندې داسې وحشیانه اقدامات کوي چې د بشردوستانه نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د سلوانیا قانون جوړونکي، ماتیاز نمک، هم د بنګویر ویډیو د هغې منظمې تګلارې نښه وبلله، چې د هغه په وینا د اروپا له لورې پیاوړي غبرګون ته اړتیا لري.
وروستۍ خبره دا ده چې د اروپائي پارلمان د ځینو غړو غبرګونونه له دې امله هم دي چې اروپايي ټولنې د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیستي رژیم او د هغه د چارواکو د جنایتونو په اړه په چُپ پاتې کېدو سره، خپله بېشرمي او بېاعتباري زیاته کړې ده. که څه هم دغه ډول غبرګونونه د صهیونیسټي رژیم پر ضد د نړیوال خوځښت د پیل نښه ګڼل کېږي، خو د اروپائي ټولنې او لوېدیځي هېوادونو له لاسه تللی اعتبار او حیثیت بېرته نه شي ګرځولئ .
![]()